کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فنلنډ رسماً د ناټو غړی شو

16 حمل 1402 ساعت 10:17

وروسته له هغې چې د ناټو د پوځي سازمان غړو په دغه سازمان کې د فنلنډ د غړیتوب لپاره موافقه وکړه، دغه هېواد د دغه سازمان د ۳۱م غړي په توګه ومنل شو.


آوا: پرون سه شنبه د اپریل ۴ د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په حضور کې د فنلنډ او ناټو ترمنځ د سندونو د تبادلې مراسم ترسره شول.
 
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې فنلنډ د ناټو ۳۱م غړی شو.
 
که څه هم فنلنډ چې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري، د سړې جګړې پر مهال بې طرفه و، خو د سړې جګړې له پای ته رسېدو او د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته هم د ډېرو نورو هېوادونو په څېر په خپلو پوځي لګښتونو کې کموالی نه دی راغلی.
 
په اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید په ځواب کې، فنلنډ پریکړه وکړه چې د خپل بې طرفۍ پالیسي پریږدي او د سویډن سره په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړي.
 
ناټو د لویدیځو هیوادونو یو پوځي اتحاد دی چې په ۱۹۴۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جوړ شو. په لومړي سر کې دغه سازمان ۱۳ غړي درلودل، خو په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر لویدیځ هېوادونه له دغه سازمان سره یوځای شول.
 


د مطلب کود: 267955

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/267955/فنلنډ-رسما-د-ناټو-غړی-شو

آوا
  https://www.avapress.com