دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 267993
د پوهنې وزارت د خصوصي تعلیمي موسسو د ودې او پیاوړتیا بنسټ جوړوي
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي، دغه وزارت په ټول توان سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د خصوصي تحصیلي موسسو د ودې او پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ندا محمد ندیم په حضور کې د لوړو زده کړو په وزارت کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ودې او پیاوړتیا د اړخونو د څیړلو په موخه غونډه جوړه شوه.
 
په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې د خصوصي تحصيلي موسسو د هلو ځلو او خدمتونو قدرداني وکړه او ويې ويل: د لوړو زده کړو وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د هېواد د ځوان نسل د روزنې په برخه کې زمينه برابره کړي.
 
ورپسې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې رئیس احمد طارق یما د یادو بنسټونو پر وړاندې شته ستونزې مطرح کړې او د وضعیت د ښه والي لپاره یې وړاندیزونه وکړل.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ستونزو د حل په موخه د دغه وزارت د مشرتابه د پاملرنې ډاډ ورکړ.
 
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ستراتیژیک پلان د چمتو کولو او پراختیا په اړه روزنیز ورکشاپ د پلان، دولتي څانګو رئیسانو ته جوړ شو.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ رياست دغه روزنيز ورکشاپ د دولتي څانګو د فعاليتونو د ښه والي او چټکتيا په موخه جوړ کړى دى.
 
https://avapress.com/vdcb9zb5frhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته