کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ښوونځیو د مدیرانو او ښوونکو غونډه جوړه شوه

20 حمل 1402 ساعت 10:10

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوری مشاوریت له خوا د کابل ښار د ښوونځیو د مدیرانو، ښوونکو او د عالي دارالمعلمینونو یوه غونډه جوړه شوه.


آوا - کابل: د دغه کنفرانس جوړونکو ویلي، چې د دغه کنفرانس موخه د ښوونکو درناوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا، د کلتوري او ښوونیزو همکاریو د زیاتولو او د زده کړو د مهارتونو د لوړولو لپاره د بېلابېلو لارو چارو لټول دي.
 
له بلې خوا د دغه کنفرانس ويناوالو د استاد پر مقام او رول د بيانولو تر څنګ د فلسطينيانو په وړاندې د اسرائيلي رژيم وروستي جنايتونه وغندل او له مسلمانانو يې وغوښتل چې د فلسطين د مظلومو خلکو ترڅنګ ودريږي.
 
  د دوی په وینا په بیت المقدس کې پر عبادت کوونکو د اسراییلي ځواکونو وروستی برید د نه بخښلو وړ جنایت او بشري ضد عمل دی.
 
باید وویل شي، چې په دې کنفرانس کې له کابل څخه شاوخوا ۲۵۰ ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو ګډون کړی و.
 


د مطلب کود: 268167

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268167/په-کابل-کې-د-ښوونځیو-مدیرانو-او-ښوونکو-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com