کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي

22 حمل 1402 ساعت 14:28

د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه سبا چهارشنبه ۱۵ میلیونه ډالره وپلوري.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به د چهارشنبې په ورځ (حمل ۲۳) ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
 
دغه بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د افغانستان بانک ته نغدي پیسي تحویل کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان مرکزي بانک د افغانيو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه هره اوونۍ په مليونونو ډالر د ليلام له لارې پلوري.
 


د مطلب کود: 268290

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268290/مرکزي-بانک-۱۵-میلیونه-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com