کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مصر روسیې ته د وسلو د ورکولو ادعا رد کړه

23 حمل 1402 ساعت 12:03

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د روسیې لپاره د توغندیو د تولید د هڅې په اړه د دغه هېواد پر ضد شوې ادعاوې رد کړې.


آوا: د مصر د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین د جګړې په اړه د قاهرې دریځ په بشپړه توګه بې طرفه وباله او ویې ویل: مصر په دې برخه کې نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی لري.
 
د ایران فارس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د یوه پټ اسنادو له مخې چې په دې وروستیو کې افشا شوي، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اوکراین د جګړې په ترڅ کې کرملین ته د لسګونو زرو راکټونو د ورکولو اراده لري.
 
د دغه سند له مخې السیسي خپلو چارواکو ته امر کړی چې د وسلو لېږد او پراخ تولید پټ وساتي تر څو له لوېدیځ سره ستونزې جوړې نه شي.
 
مصر د امریکا یو له اوږدمهاله متحدینو څخه دی چې هر کال له یو ملیارد ډالرو څخه زیاتې پوځي مرستې ترې ترلاسه کوي او په ورته وخت کې د سیسي په واکمنۍ کې یې له مسکو سره اړیکې ژورې کړې دي.
 
دا خبره چې په لومړي ځل د واشنګټن پوسټ لخوا راپور شوې، د متحده ایالاتو او مصر په اړیکو منفي اغیزه کولی شي.


د مطلب کود: 268329

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268329/مصر-روسیې-ته-د-وسلو-ورکولو-ادعا-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com