کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

28 حمل 1402 ساعت 13:03

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب اغیزې ویجاړونکې دي او په دغه هېواد کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوارځواکۍ او ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.


آوا - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.
 
دغه سازمان نن (دوشنبه، حمل ۲۸) د دغو احصایو په خپرولو سره ویلي چې "موږ باید د ژوند ژغورلو او د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه والي لپاره ژر اقدام وکړو".
 
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب اغیزې ویجاړونکې دي او په دغه هېواد کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوارځواکۍ او ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.
 
دا مهال ویل کېږي چې د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دي او ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړنۍ کچې سره مخ دي او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.
 
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د بشري مرستو د کمېدو په حال کې دي.
 
د اوچا په وينا، په افغانستان کې د خوراکي توکو مرستې نيمايي ته راټيټې شوې دي.
 


د مطلب کود: 268572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268572/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-په-افغانستان-کې-۲۰-میلیونه-وګړي-خوارځواکۍ-له-ګواښ-سره-مخ-دي

آوا
  https://www.avapress.com