کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په درېيو ولايتونو کې په سلګونو جريبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوه

29 حمل 1402 ساعت 14:06

د کوکنارو د اړولو د لړۍ په دوام د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په کونړ، لغمان او سرپل ولایتونو کې یې سلګونه جریبه ځمکه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو لخوا د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوه.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د هېواد په درېیو ولایتونو کې د سلګونه جریبه کوکنارو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
 
د تخار په ټویټ کې راغلي: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کنړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ جریبه، د لغمان ولایت په مرکز او دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو کې ۲۸ جریبه ځمکه او په سلګونو جریبه ځمکه غصب کړې ده. د سرپل ولایت صیاد، سوزمه قلعه، سانچارک او بلخاب ولسوالۍ د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولينو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 


د مطلب کود: 268634

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268634/د-هېواد-په-درېيو-ولايتونو-کې-سلګونو-جريبه-ځمکه-کوکنارو-کښت-څخه-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com