کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دايکنډي امنيه قوماندانۍ د خپلو يو کلنو فعاليتونو خبر ورکړ

29 حمل 1402 ساعت 14:39

دغه پروګرام چې د دايکنډي د ملي راډيو او تلويزيون د ادارې په نوښت پيل شوى و، امنيه قوماندان او د دې رياست مسوولينو په کې ګډون کړى و.


آوا: د دايکنډي امنيه قوماندان الحاج حکيم رفيع الله وايي، د دایکندي ولایت په کچه امنیت تامین شوی دی. ده وويل چې د دايکنډي ښاريانو ته د ښه امنيت د تامين په موخه د ولسواليو ټول چارواکي شپه او ورځ کار کوي.
 
د دایکندي امنیه قوماندان د دایکندي ولایت له ټولو خلکو وغوښتل چې د امنیت په تامین کې له چارواکو سره همکاري وکړي.
 
له بلې خوا د دایکنډي امنیه قوماندانۍ سرپرست سید محمد مهدوي چې د دایکنډي امنیه قوماندانۍ د یو کلن کاري راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې د دې قوماندانۍ ټولې ادارې د ښې حکومتوالۍ د وضعیت د ښه والي په برخه کې جدي کار کړی دی.
 
ښاغلي مهدوي وویل، په تېر کال کې د جنايي جرمونو ۲۱۱ قضیې ثبت او اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
 
مهدوي په تېر کال کې د ۲۹۱۹ پاسپورټونو د وېش خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې له دې لارې څه باندې ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
 


د مطلب کود: 268638

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268638/د-دايکنډي-امنيه-قوماندانۍ-خپلو-يو-کلنو-فعاليتونو-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com