کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تهران کې د افغانستان سفارت د یوې اونۍ لپاره وتړل شو

1 ثور 1402 ساعت 11:51

په تهران کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د کوچني اختر په مناسبت به نن پنجشنبه د اپرېل له ۳۱مې نېټې د پنجشنبې په ورځ د ثور د میاشتې له ۷مې نېټې د ۱۴۰۲ کال تر پنجشنبې پورې تړل کېږي.


آوا - تهران: دغه سفارت به د شنبې په ورځ د ثور په نهمه رسماً په کار پیل وکړی.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تهران کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي ډیپلوماټ فضل محمد حقاني ته له سپارلو نږدې یو نیم میاشتې تیریږي.
 
په تېرو ورځو کې ډېری دغه سفارت ته د پاسپورت د تجدید او د هویت د تثبیت لپاره ورغلي وو.
 
د دغه سفارت له انتقال او بدلون وروسته په تهران کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه کابو دولس کاله بند پاتې وو او له هغه وروسته د نوي ټیم په مرسته بېرته پیل شول.


د مطلب کود: 268794

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268794/په-تهران-کې-د-افغانستان-سفارت-یوې-اونۍ-لپاره-وتړل-شو

آوا
  https://www.avapress.com