کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد: داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د له منځه تلو په حال کې دی

4 ثور 1402 ساعت 9:46

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د ترهګرۍ او داعش د همغږۍ په مرکز بدلیدو په اړه د پنټاګون د افشا شویو اسنادو په اړه د واشنګټن پوسټ د راپور په غبرګون کې دغه ادعا بې اساسه بللې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د افشا شویو اسنادو په اړه د واشنګټن پوسټ د راپور محتوا بې بنسټه بللې، چې ادعا کوي افغانستان یو ځل بیا د ترهګری په ډګر بدل شوي.
 
د اسلامي امارت ویاند پرون ماښام (یکشنبه، ثور ۳) په یوه بیان کې ویلي، چې د دغه راپور خپرېدل ښيي چې ځینې امریکايي کړۍ لا هم له افغانستان سره دښمني نه ده بنده کړې.
 
په دې اعلامیه کې د مجاهد له قوله راغلي چې اوس مهال اسلامي امارت په ټول هیواد بشپړ کنټرول لري او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي. هغه ټینګار کړی چې داعش ډله ځپل شوې او له منځه تللې ده.
 
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې حکومت په امنیتي او سیاسي برخو کې له بېلابېلو هېوادونو سره د پرمختګ او تعامل شاهد دی او د غیر مسوولانه او ځان جوړونې ادعاوې د هغو استخباراتي کړیو کار دی، چې د افغانانو لپاره ښه شرایط نه شي زغملی.
 
په همدې حال کې واشنګټن پوسټ د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې د امریکا د دفاع وزارت د افشا شویو اسنادو په حواله لیکلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو څه کم دوه کاله وروسته دغه هېواد یو ځل بیا د ترورېزم په مرکز او د داعش لپاره د همغږۍ په مهم مرکز بدل شوی دی.
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې داعش هڅه کوي له افغانستان څخه په اروپا او اسیا کې بریدونه پلان کړي او د امریکا پر ضد دسیسې ترسره کړي.
 
د راپور له مخې، د امریکا د استخباراتو موندنې ښيي چې په قطر کې د تېر کال د فوټبال نړیوال جام، سفارتونه، کلیساګانې، سوداګریز مرکزونه او د تېر کال د فوټبال نړیوال جام په نښه کولو لپاره د داعش له خوا ځانګړې هڅې شوې


د مطلب کود: 268860

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268860/مجاهد-داعش-په-افغانستان-کې-ځپل-شوی-او-د-له-منځه-تلو-حال-دی

آوا
  https://www.avapress.com