کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلجیم او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

5 ثور 1402 ساعت 10:58

د ازبکستان او بلجیم د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د بشري او ښځو د حقونو پر وضعیت خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حاجا لحبیب ویلي چې دوی د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر بختیار سعیدوف سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
 
سرچينې زياته کړې، چې د بلجيم د بهرنيو چارو وزير حاجا لحبيب او د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير بختيار سيدوف په خبرو کې بشري حقونو ته په درناوي او د بلجيم او ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخيزو همکاريو هم ټينګار شوى دى.
 
حجه لبیب زیاته کړه چې د افغانستان د وضعیت په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو وضعیت او په اوکراین کې د جګړې څېړل د ده او بختیار سیدوف د خبرو یوه برخه وه.
 
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې د بشري حقونو د مسلو او د بلجیم او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته ازبکستان د هغو هېوادونو په ډله کې و چې له هغه سره يې ډېرې نږدې اړيکې ټينګې کړې دي.
 
سمرقند په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې کوربه و چې امیرخان متقي؛ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم رابلل شوی و او وینا یې وکړه.
 


د مطلب کود: 268911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268911/د-بلجیم-او-ازبکستان-بهرنیو-چارو-وزیرانو-افغانستان-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com