کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اختر په ورځو کې په څلورو ولايتونو کې ترافيکي پېښو لس تنه وژلي او تر ١٢٠ زيات ټپيان کړي دي

5 ثور 1402 ساعت 11:02

د اختر په ورځو کې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د څو ترافیکي پېښو له رامنځته کېدو وروسته څلور تنه مړه او تر ۱۲۰ ډېر ټپیان شوي دي. له بلې خوا په ډايکنډي او فارياب ولايتونوکې دترافيکي پيښو له امله شپږ تنه ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شوي.


آوا - کابل: د ننګرهار او لغمان ولایتونو چارواکي وايي چې په دغو ولایتونو کې د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله څلور تنه وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
 
په همدې حال کې له فارياب څخه هم ويل شوي چې په دغه ولايت کې د اختر په ورځو کې څلور ترافيکي پېښې رامنځته شوې چې له امله يې څلور تنه مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي.
 
بل خوا د دایکندي ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه وژل شوي او یو ټپي دی.
 
د دايکنډي ولايت د امنيې قوماندانۍ د ترافيکو مدير اسحاق علي راشدي ملي راډيو تلويزيون ته وويل: نن سهار د دغه ولايت د مرکز اړوند د جراف نيلي په سيمه کې د يوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله يو تن مړ او يو بل ټپي شو.
 
راشدي زياته کړه، چې دغه موټر له جريف سيمې څخه نيلي ښار ته روان و.
 
راشدي دغه راز وويل، چې له يوې بلې پېښې وروسته پرون يو تونس ډوله موټر، چې د نيلي ولسوالۍ له پشکوک سيمې څخه د نيلي ښار پر لور روان و، له سړک څخه واوښت.
 
هغه زياته کړه، چې د موټر چلوونکى روغتون ته تر لېږدولو وروسته ساه ورکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې د موټر چلوونکو تېز سرعت او بې احتياطي هغه لاملونه دي، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل ګرځي.
 


د مطلب کود: 268913

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268913/د-اختر-په-ورځو-کې-څلورو-ولايتونو-ترافيکي-پېښو-لس-تنه-وژلي-او-تر-١٢٠-زيات-ټپيان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com