کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سوډان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ ۷۲ ساعته اوربند

5 ثور 1402 ساعت 11:06

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سوډان پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو د سه شنبې په سهار له درې ورځني اوربند سره موافقه کړې ده.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر "انتوني بلینکن" نن سهار (سه شنبه، ثور ۵) په سوډان کې د ۷۲ ساعته اوربند د رامنځته کولو په اړه د جګړې د ښکیلو خواوو موافقه اعلان کړه.
 
بلینکن په دې اړه وویل چې د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو په داسې حال کې په درې ورځني اوربند موافقه کړې چې د نړۍ یو زیات شمېر هېوادونه له سوډان څخه خپل ډیپلوماتان او اتباع وباسي.
 
د "رویټرز" خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي د دغه اوربند په اړه څرګنده کړه چې له دوو ورځو سختو خبرو اترو وروسته هوکړه شوې او د سه شنبې په سهار به پیل شي.
 
په عین حال کې، په سوډان کې د جګړې ښکیلو خواوو د څو پخوانیو موقتي اوربند تړونونو ته غاړه نه ده ایښې.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې ویلي: «په دې وخت کې متحده ایالات د سوډان پر پوځ او د غوڅ ملاتړ ځواکونو غږ کوي چې سمدستي او بشپړ اوربند ته درناوی وکړي. "موږ د سیمه ییزو، نړیوالو او سوډان ملکي ګټو سره همغږي یو ترڅو یوه کمیټه جوړه کړو چې د دایمي اوربند په اړه کار وکړي او د بشري مرستو څارنه وکړي."
 
د رویټرز په وینا، د سوډان د چټک ملاتړ ځواک یوه ویاند هم تایید کړه چې دوی د سه شنبې په نیمه شپه کې د بشري هڅو د اسانتیا لپاره د اوربند سره موافقه کړې.
 
د دغه رپوټ له مخې د سوډان پوځ تر اوسه د دغه هېواد له چټک ملاتړی ځواکونو سره د دښمنۍ د ختمولو په اړه څه نه دی ویلی.
 
تر دې مخکې د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په سوډان کې د اتو ورځو جګړو په ترڅ کې شاوخوا ۴۲۰ کسان وژل شوي او ۳۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 268915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/268915/په-سوډان-کې-د-ښکېلو-خواوو-ترمنځ-۷۲-ساعته-اوربند

آوا
  https://www.avapress.com