کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان له افغانستان سره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه

7 ثور 1402 ساعت 9:03

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې دغه هېواد افغان میندو او ماشومانو ته د اړینو واکسینو د برابرولو په موخه ۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: په کابل کې د جاپان سفارت  (چهارشنبه، ثور ۶) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه مرستې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له خوا شوې دي.
 
سفارت زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې دغه هېواد د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۱۲ زره روغتیايي کڅوړې په زیانمنو افغان ښځو او نجونو وېشلې دي.
 
د جاپان سفارت ویلي: "دغه روغتیايي کڅوړې په اړو ښځو او نجونو ویشل شوي، داخلي بې ځایه شوي، له تاوتریخوالي څخه ژوندي پاتې شوي او هغه کسان چې د دوی د کورنیو لخوا د جنسیتي تبعیض له امله روغتیایی خدماتو ته له لاسرسي څخه منع شوي دي."
 
سفارت زیاته کړې، چې د روان کال په پیل کې یې د کاپیسا ولایت په اله سای او نجراب ولسوالیو کې نږدې دوه زره اړمنو کورنیو ته ژمنۍ کڅوړې (کمبلې او بوټونه) ویشلي دي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته جاپان د دغه هېواد له اتباعو سره ډېرې بشري مرستې کړې دي.
 


د مطلب کود: 269012

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269012/جاپان-له-افغانستان-سره-۱۸-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com