کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپل د تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

7 ثور 1402 ساعت 11:07

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین او د سرپل یو شمېر مدنی فعالان وايي، د دغه ولایت تاریخي ابدات د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او باید ژر تر ژره ورته پاملرنه وشي.


آوا - مزارشریف: د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ایام الدین یلداش نن پنجشنبه د ثور په ۷مه، آوا ته وویل چې په سرپل کې شاوخوا ۲۰۰ تاریخي ابدات او لرغوني اثار شتون لري چې ډیری یې چې د ویجاړیدو له خطر سره مخ دي.
 
د هغه په ​​وينا، د وخت په تېرېدو او د پخواني حکومت بې پروايي د دې لامل شوې، چې د دغو تاريخي زېرمو ډېره برخه له ترميم پرته پاتې شي او بېلابېلې برخې يې له منځه ولاړې شي.
 
یلداش زیاته کړه، د سرپل د اوبو تاریخي اثار له ۱۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ کلونو پورې تاریخ لري او ډېری یې د دغه ولایت په مرکز کې موقعیت لري.
 
هغه زياته کړه، که د دغه ولايت تاريخي اثار ژر تر ژره ورغول شي، په نږدې راتلونکي کې به يې ډېرى ودانۍ له منځه ولاړې شي.
 
په ورته وخت کې د سرپل ولايت يو شمېر پوهان هم د دغه ولايت د تاريخي آبداتو د ويجاړېدو له ګواښ څخه اندېښمن دي او له دولت څخه غواړي چې ژر تر ژره يې د ترميم او بيارغونې لپاره اقدام وکړي.
 


د مطلب کود: 269037

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269037/د-سرپل-تاریخي-ابدات-ویجاړېدو-له-ګواښ-سره-مخ-دي

آوا
  https://www.avapress.com