کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته کرنیز ماشینونه صادر کړل

7 ثور 1402 ساعت 13:25

په ننګرهار ولایت کې یوه تولیدي شرکت په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ۶۷ کرنیز ماشینونه صادر کړي دي.


آوا - کابل: په ننګرهار ولایت کې د دغه شرکت مشر تور ملنګ وايي، دوی د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ټولټال ۶۷ غنم او جوار تریشر صادر کړي او ۱۶ یې تاجکستان ته استولي دي.
 
ده څرګنده کړه چې ياد شرکت تاجکستان ته د ١٦ تريشر ماشینونو د صادرولو توان لري او زياته يې کړه: موږ پلان لرو چې په روانه اوونۍ کې د کرنيزو ماشينونو د صادراتو کچه لوړه کړو.
 
همدارنګه یې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د صادراتو د حجم د زیاتوالي په موخه د کورنیو تولیداتو د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې په روانه اونۍ کې به ازبکستان ته صادرات وکړي.
 
د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د کرنيزو ماشينونو صادرات زيات شوي او په دې فابريکه کې لسګونه کسان په کار بوخت دي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د راپور له مخې، د قزاقستان په ګډون د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د زیاتولو هڅې روانې دي چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ دفتر پرانیستل شو.
 


د مطلب کود: 269053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269053/افغانستان-د-منځنۍ-اسیا-هېوادونو-ته-کرنیز-ماشینونه-صادر-کړل

آوا
  https://www.avapress.com