کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې به ډېر ژر پیل شي

7 ثور 1402 ساعت 14:53

د ټولګټو وزارت سرپرست وايي، ډېر ژر به د کابل ـ کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په څو برخو کې پیل شي.


آوا - کابل: د ټولګټو وزارت سرپرست وايي، چې د کابل - کندهار لویې لارې د جوړېدو او اساسي ترمیم چارې به ډېر ژر پیل او په څو برخو کې به بشپړې شي.
 
د ټولګټو وزارت په اعلامیه کې چې نن پنجشنبه د ثور ۷ مه خپره شوه، د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد عیسی ثاني له قوله راغلي: د کابل - کندهار د لویې لارې د جوړېدو او اساسي ترمیم چارې روانې دي.
 
ده وويل: موږ په پام کې لرو چې د هغو ولايتونو د پروژو د کار د بشپړولو لپاره چې لږه سلنه پاتې ده، مالي سرچينې پيدا کړو.
 
د ټولګټو وزارت سرپرست د دغه وزارت د مرکز او ولایتونو رئیسانو ته لارښوونه وکړه، چې د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د حل او د سړکونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې اساسي کار وکړي، څو زموږ ګران هېوادوال په اسانه تګ راتګ وکړي.
 
د کابل - کندهار لویه لار د هېواد له مهمو سړکونو څخه ده، چې هره ورځ پرې زرګونه مسافر او بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي. دا سړک په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او چاودنو له امله سخت زیانمن شوی دی.
 


د مطلب کود: 269069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269069/د-کابل-کندهار-لویې-لارې-بیارغونې-چارې-ډېر-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com