کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۵۰۰ روږدو کسانو لپاره، تر درملنې وروسته، د کار چاپیریال برابر شوی دی

10 ثور 1402 ساعت 10:31

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسيون مشر مولوي حيات الله روحاني وايي، په نشه يي توکو ۵۰۰ روږدو کسانو ته به تر درملنې وروسته د مالګې په کان کې کار ورکړل شي.د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسيون مشر مولوي حيات الله روحاني وايي، په نشه يي توکو ۵۰۰ روږدو کسانو ته به تر درملنې وروسته د مالګې په کان کې کار ورکړل شي.


آوا - کابل: روحاني وايي هڅه یې پیل کړې، چې د درملنې وړ کسانو ته یو زیات شمېر کسان په دندو وګماري، څو بیا نشه يي توکو ته مخه نه کړي.
 
تېر کال په هرات کې په نشه يي توکو ۵ زره روږدي کسان راټول او درملنه یې وشوه.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې اعتياد يو له سترو ټولنيزو ستونزو څخه بلل کېږي، په تېره بيا په وروستيو کلونو کې که څه هم دولت يې د راټولولو او درملنې لپاره بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي، خو په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر لا هم ټکنی دی. ځینې ​​​​څیړنې له ۳ میلیون تنو څخه ډیر ته رسیږي.
 


د مطلب کود: 269167

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269167/د-۵۰۰-روږدو-کسانو-لپاره-تر-درملنې-وروسته-کار-چاپیریال-برابر-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com