کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه دې د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې همکاري وکړي

10 ثور 1402 ساعت 12:46

په کابل کې د یوناما دفتر له سیاسي دفتر سره په کتنه کې د اسلامي امارت د لومړي وزیر د دفتر رئیس مولوي ذاکر له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې له یادو هیوادونو څخه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې همکاري وکړي.


آوا - کابل: د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سیاسي مسوول سوکات سمیټ او ورسره ملګري پلاوي د رئیس الوزرا د سیاسی مرستیال د دفتر رئیس مولوي ذاکر سره وکتل.
 
مولوي ذاکر په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د امنیت ټینګښت او اقتصادي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې یوناما د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو رښتینی انځور له ملګرو ملتونو او نړۍ سره شریک کړی دی.
 
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې له شته امنیت څخه په استفادې د یوناما لوړ پوړي چارواکي توانېدلي چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته سفر وکړي.
 
په دې کتنه کې ښاغلي سیکت صامت له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کارموندنې په برخه کې لازم تدابیر ونیسي.
 
په دې برخه کې د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر رئیس مولوي ذاکر په استازیتوب هغه په ​​افغانستان کې د یوناما کاري ماموریت یوه اړتیا وبلله او ویې ویل چې د مرستو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) هڅې او فعالیتونه ستايي او په افغانستان کې له اړمنو سره مرسته او د هېواد د پرمختګ لپاره د دي اداري موجودیت اړینه ده.
 
هغه زیاته کړه، یوناما باید د دوحې په راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي او د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته یې وهڅوي.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د اسلامي امارت چارواکو ته د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش په غونډه کې د ګډون په موخه «بلنه لیک» نه دی استول شوی.
 
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو موضوع د میز پر سر نه ده او د دوحې د غونډې تمرکز به د ګډو موخو په اړه د بین الافغاني خبرو د دوامدارې لارې موندل وي.
 


د مطلب کود: 269179

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269179/ملګري-ملتونه-دې-د-دوحې-په-غونډه-کې-اسلامي-امارت-رسمیت-پېژندلو-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com