کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال به ۳۰ زره کسان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي

10 ثور 1402 ساعت 14:48

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سږ کال به له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.


آوا - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ډاکټر نورمحمد ثاقب نن (یکشنبه د ثور ۱۰مه) د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: دغه سهمیه د حاجیانو د غوښتنې پر بنسټ ټاکل شوې ده.
 
د نورمحمد ثاقب په وينا، د زون په کچه ټول حج کمپلکسونه ترميم او مجهز شوي، چې له کام اير سره د تړون په لاسليک سره به سږ کال له څلورو زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهار) څخه الوتنې وشي.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي، په مکه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره لازمې اسانتیاوې لکه د استوګنې، د ورځې درې وخته خواړه او ترانسپورت په پام کې نیول شوی او ټاکل شوې چې د حاجیانو لومړۍ الوتنه د میزان په لومړۍ نېټه ترسره شي.
 
نورمحمد ثاقب زیاتوي، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په کچه د رقابتي بهیر په پیلولو سره با استعداده او تکړه استادان استخدام شوي، چې سږ کال به له ۶۵۲ حاجیانو سره یو ځای او د ۴۵ حاجیانو لپاره به یو ښوونکی وګمارل شي.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسوولینو په هڅو او پاملرنې سره سږ کال د هر حج لګښت ۳۹۲۴ ډالره اټکل شوی، چې معادل ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي.
 


د مطلب کود: 269197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269197/سږ-کال-۳۰-زره-کسان-د-حج-فریضې-ادا-کولو-لپاره-سعودي-عربستان-ته-ولاړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com