کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوې زورورې زلزلې بدخشان، کابل او یو شمېر ګاونډي ولایتونه ولړزول

13 ثور 1402 ساعت 15:11

د دغې زلزلې شدت د ځمکې په داخلي څپو (ریشتر) کې ۵.۳ و او مرکز یې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په ۴۰ کیلومترۍ کې د ځمکې له سطحې څخه په ۱۳۹ کیلومترۍ کې ژوروالی ثبت شوی دی.


آوا - کابل: نن سهار (چهارشنبه، ۱۳ ثور ۱۴۰۲) یوې زورورې زلزلې کابل او ګاونډي ولایتونه ولړزول.
 
د زلزلې د نړیوالو معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې شدت د ځمکې په داخلي څپو (ریشتر) کې ۵.۳ و او مرکز یې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په ۴۰ کیلومترۍ کې د ځمکې له سطحې څخه ۱۳۹ کیلومتره ژوروالی کې ثبت شوی دی.
 
دا زلزله نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۲۱ بجو وشوه. دا زلزله د پاکستان په شمال ختیځ کې هم احساس شوې ده.
 
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
د بدخشان ولايت يو شمېر اوسېدونکو د آوا له خبريال سره په اړيکه کې وويل چې نن له چشت وروسته يوې نسبتاً زورورې زلزلې د دغه ولايت مرکز او ولسوالۍ ولړزولې.
 
په ورته وخت کې د کابل اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د یوې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د افغانستان شمال ختيځ او مرکزي ولايتونه د ډېرو زلزلو شاهدان دي، چې لسګونه کسان يې وژلي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.
 


د مطلب کود: 269393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269393/یوې-زورورې-زلزلې-بدخشان-کابل-او-یو-شمېر-ګاونډي-ولایتونه-ولړزول

آوا
  https://www.avapress.com