کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په شمال کې د تېرې ورځې توپان د خلکو کرنې ته سخت زیان اړولی دی

16 ثور 1402 ساعت 15:37

د بلخ، کندز، جوزجان او فارياب ولايتونو د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د پروني توپان له امله د ونو څانګې ماتې شوې، د غنمو کروندې، د هندواڼو او خټکيو باغونه او نور حاصلات له منځه تللي او کرنې ته يې سخت زيان اړولى دى.


آوا - مزارشریف: د هېواد په شمال کې فاریاب، جوزجان او بلخ او په شمال ختیځ کې کندز ولایتونه پرون (جمعه، ثور ۱۵) د سخت طوفان شاهدان وو چې شاوخوا درې ساعته یې دوام وکړ. په دې ولایتونو کې سیاحت ګډوډ شوی
 
د تګ راتګ ستونزو او د بریښنا بندیدو سربیره؛ دغه سخت دوړو توفان د هېواد په شمال کې د خلکو کرنې ته هم ستر زیان اړولی دی.
 
د بلخ د کرنې ریاست د کرنې د ترویج رئیس محمد حسین عظیمي نن (شنبه، ثور ۱۶) آوا ته وویل چې پرونۍ طوفان په دغه ولایت کې د ونو فصلونه او کرنې شل سلنه زیانمنې کړې دي.
 
د جوزجان د کرنې رئیس عبادالله انصاري هم آوا ته وویل: "پرون سخت طوفان د دغه ولایت څه باندې څلوېښت سلنه مېوې او د ونو ښاخونه له منځه وړي او د دغه ولایت حاصلاتو ته یې ډېر زیان اړولی دی."
 
هغه زياته کړه چې د ونو فصلونو له منځه تللو سره باغ لرونکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.
 
  په همدې حال کې د کندز ولایت د کرنې رئیس امان الله حسن له آوا سره په خبرو کې وویل، چې پرونۍ طوفان د مېوو د کښته کېدو، د سبزیجاتو په برخه کې د آفتونو او ناروغیو د انتقال او په دغه ولایت کې د غنمو د کروندو د سوځېدو لامل شوی دی.
 
د فارياب د کرنې رياست مرستيال نور الهدا متوکل هم وايي، چې طوفان د دغه ولايت کرنې ته سخت زيان اړولى، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.
 
د يادونې وړ ده، چې د درنو بادونو له امله د دغو څلورو ولايتونو سربېره تخار او پلازمېنې کابل هم زيانمن شوي دي.
 


د مطلب کود: 269534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269534/د-هېواد-په-شمال-کې-تېرې-ورځې-توپان-خلکو-کرنې-ته-سخت-زیان-اړولی-دی

آوا
  https://www.avapress.com