کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه او نیمروز ولایتونو کې پر څه باندې ۲۴۰۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

17 ثور 1402 ساعت 8:46

د فراه ولایت د کلیو پراختیا ریاست وايي، د خوړو نړیوال سازمان په دغه ولایت کې له ۱۶۹۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. د نیمروز ولایت د سرې میاشتې ریاست سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې پر ۶۶۷ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې ده.


آوا - کابل: د فراه ولایت د کلیو پراختیا ریاست وايي، په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو ګرامه دال، مالګه او د ماشومانو لپاره خوراکي مواد شامل وو، چې پر اړمنو کسانو وویشل شول.
 
په ورته وخت کې د نیمروز ولایت د سرې میاشتې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې پر ۶۶۷ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د يادو مرستو د وېش لړۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ د ثور په ١٤مه، پر بې وزلو کورنيو، کونډو، شهيدانو او معلولينو ته د ٢٥ کيلوګرامو اوړو څلور کڅوړې شاملې وې، چې د خوراکي توکو د خونديتوب د اسلامي موسسې له خوا په زرنج ښار کې ویښل شوي.
 
په همدې حال کې دغې موسسې د غور ولايت په مرکز فيروزکوه ښارکې په ٦٦٧ اړمنو کورنيو خوراکي توکي وويشل.
 
د يادونې وړ ده، چې د خوراک نړيوال سازمان او د سرې مياشتې ترڅنګ نورې کورنۍ او بهرنۍ موسسې هم په هېواد کې له اړو کسانو سره مرستې کوي او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو دوام په اوسنيو شرايطو کې مهم بولي.
 


د مطلب کود: 269554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269554/په-فراه-او-نیمروز-ولایتونو-کې-پر-څه-باندې-۲۴۰۰-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com