دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 269726
د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه
د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډله د منځنۍ اسیا په «کافا» سیالیو کې چې د ۶ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، د ګډون لپاره تاجکستان ته ولاړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا په «کافا» سیالیو کې چې د ۶ هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي، د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړه.
 
د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ليکلي: دغه سيالۍ به د ثور په ٢٩مه د تاجکستان، ايران، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او افغانستان د هېوادونو ترمنځ ترسره شي.
 
د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو فوټبال سیالیو موده به لس ورځې وي.
 
په دغو سیالیو کې د ۲۳ ورزشکارانو او شپږو روزونکو په ګډون له افغانستان څخه ۲۹ کسان ګډون کوي.
https://avapress.com/vdchiwni-23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته