کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا وزیر له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې پر ګډو روغتیايي همکاریو ټینګار وشو

20 ثور 1402 ساعت 8:37

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد پرون په تهران کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیا له وزیر بهرام عین اللهی سره وکتل په بهران کې وکتل او دواړو لورو په بامیان کې د امام خمینی (رح) د دوه سوه بستریز روغتون د کار د پرمختګ په هکله خبرې اترې وکړې.


آوا - تهران: د عامې روغتیا وزارت په یوه ټوېټ کې ویلی چې په دې غونډه کې په بامیان ولایت کې د امام خمینی (رح) د ۲۰۰ بستریز روغتون د کار پر پرمختګ او د ویروس د انتقال د مخنیوی پر میکانیزم خبرې وشوې.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په ایران کې د افغان کډوالو د درملنې لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو، د لوړ کیفیت درملو پر اړتیا، د طبي وسایلو پر اړتیا او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت د لوړولو او د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.
 
په دغه کتنه کښې د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي وویل: مونږ باید د دیني، کلتوري او ژبني ارزښتونو په بنیاد د روغتیا په برخه کښې د هیوادونو ترمینځ اسانتیاوې رامنځته کړو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ایران د ټکنالوژۍ، طب او دودیزو درملو د برخو له مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د دغه هېواد د پانګونې او د تجربو د شریکولو غوښتنه کړې وه.
 
د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست په دې وروستيو کې ايران ته سفر کړى او د دغه هېواد له چارواکو سره يې کتلي دي.
 


د مطلب کود: 269763

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269763/د-روغتیا-وزیر-له-خپل-ایراني-سیال-سره-په-کتنه-کې-پر-ګډو-روغتیايي-همکاریو-ټینګار-وشو

آوا
  https://www.avapress.com