دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 269765
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی په رسمي توګه معرفي شو
عبدالله المطیري د فوټبال فدراسیون د مسوولینو او خبریالانو په حضور کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه معرفي شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د کویټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي د تړون له لاسلیکولو او معرفي کولو وروسته وویل: ښاغلی المطیري به د افغانستان د فوټبال فدراسیون په غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان او د ملي لوبډلو د روزنې چارې په هېواد کې دننه ترسره کوي.
 
ښاغلی المطیري هم د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو له استادانو څخه دی او په دې برخه کې د افغان فوټبال د روزونکو د تخنیکي پوهې په لوړولو کې ډېره مرسته کولای شي.
 
همدارنګه ښاغلي المطيري د تړون له لاسلیکولو او د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خپل نوي دریځ په اړه وویل: زه د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مشرتابه څخه مننه کوم چې پر ما یې باور کړی دی او خوښ یم چې دلته یم.
 
هغه زیاته کړه: زه به تر خپله وسه هڅه وکړم چې د افغانستان فوټبال ښه وخت ته ورسوم.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د غوراوي کمپ همدا اوس د ښاغلي المطيري تر څارنې لاندې د افغانستان په کورني ليګ کې د لوبغاړو په شتون سره دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcaionum49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته