کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات - خواف ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لیږد

20 ثور 1402 ساعت 9:10

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تېره شپه د هرات - خواف ریل پټلۍ له لارې د مالونو د لېږد ازمایښتي بهیر پیل شو او تېره شپه څه باندې ۶۰۰ ټنه سوداګریز توکي له ایران څخه هرات ولایت ته انتقال شول.


آوا - د هرات د ریل پټلۍ رئیس مفتی محمد نسیم محمدی وایی چې په هیواد کې د اسلامی امارت تر واکمنی وروسته دا لومړی ځل دی چې د سوداګریز مالونه هرات ولایت ته  اورګاډی له لاري افغانستان ته رسیږی.
 
د هغه په ​​وينا، ټاکل شوې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغې اورګاډي له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد او رالېږد بهير له دې وروسته په رسمي ډول پيل شي.
 
محمدي دغه راز څرګنده کړه: دغه بار چې تېره شپه شاوخوا نهه نيمې بجې هرات ته را ورسېده، په کې ٦٥٥ ټنه سوداګريز توکي شامل دي او په ١٧ اورګاډيو کې لېږدول شوي دي.
 
ده دغه راز وويل چې په روان کال کې د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ له روزنک سيمې څخه د دغه ولايت تر هوايي ډګر پورې د دغې اورګاډي د دريم او څلورم پړاو د غځولو هڅې روانې دي.
 
د هغه په ​​وينا، سيمه ييزه اداره به په هرات کې د اورګاډي کرښې د غځولو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
 
ویل کیږي چې د هرات - خواف ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پیل به د اقتصادي ودې لامل شي او افغانستان به د ایران له لارې له نورو اروپايي هېوادونو سره وصل کړي.
 
د پخواني حکومت په وخت کې له ایران څخه هرات ته د اورګاډي پټلۍ په ازمایښتي ډول استول شوې وه، خو له وروستیو پرمختګونو وروسته دغه بهیر ودرول شو.
 
د هرات خلک هم د دغه بهیر بیا پیلېدل یو نېک شګون بولي او د هېواد په ځانګړې توګه د هرات ولایت د اقتصادي چارو د ودې او هوساینې لپاره یې د دایمي پیل هرکلی کوي.
 
هرات ولای د هېواد یو له اقتصادي او عایداتي ولایتونو څخه دی.
 


د مطلب کود: 269768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269768/د-هرات-خواف-ریل-پټلۍ-له-لارې-سوداګریزو-توکو-لیږد

آوا
  https://www.avapress.com