کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي: د اسلامي امارت نظام جامع دی او د افغانستان ټول قومونه په کې برخه لري

21 ثور 1402 ساعت 10:39

په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل چې د اسلامي امارت نظام جامع دی او د افغانستان ټول قومونه په کې ونډه لري.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو له درې اړخیزې غونډې وروسته زیاته کړه، چې د دغو درې اړخیزو ناستو په لړ کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وکړی.
 
امیرخان متقي له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې مراسمو کې وویل: که د ټولشموله معنا دا وي چې یو وزیر د فرانسې په امر، بل د امریکا په امر او بل د بل حکومت په امر وي، په حقیقت کې موږ ډا ډول  ټول شموله حکومت نه شو جوړولاي.
 
امیرخان متقي هم له اسلام آباده وغوښتل چې د افغانانو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
 
په دې مراسمو کې نوموړي د سیمه ییزو بنسټیزو پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ.
 
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه: "په تیرو څو میاشتو کې موږ وکولی شو چې د سند ایالت له زندان څخه دوه زره بندیان خوشې کړو او د دوی د سفر لګښتونه له خپلې بودیجې څخه ادا کړو."
 
د يادونې وړ ده، چې اميرخان متقي د ثور په ١٥مه، د پاکستان، چين او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو په درې اړخيزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلام آباد ته ولاړ او له پاکستاني چارواکو سره يې څلور ورځې په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې وکړې.
 


د مطلب کود: 269838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269838/متقي-د-اسلامي-امارت-نظام-جامع-دی-او-افغانستان-ټول-قومونه-په-کې-برخه-لري

آوا
  https://www.avapress.com