کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشريف ښار کې له ۱۸۰ څخه زيات ناقانونه د هستوګني ځایونه د ښاروالۍ له خدمتونو بې برخې دي

23 ثور 1402 ساعت 13:18

د مزارشريف ښاروال وايي، په دغه ښار کې ۱۵۴ قانوني او تر ۱۸۰ ډېر غير قانوني هستوګنځایونه شته، چې له بده مرغه د ښاروالۍ له خدمتونو بې برخې پاتې دي او ډېر ژر به د ښار د پاکولو چارې او د غضب شویو خمکو د پېژندنه به پيل شي.


آوا - بلخ: د مزارشریف ښاروال مولوی نقیب الله طارق ښاریانو ته د ادارې د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل: د اسلامی امارت په رهبرۍ کې تر ټولو ټیټ مامور پورې شفافیت شتون لری او موږ باید د خدای او خلکو په وړاندې حساب ورکوونکي واوسو، او موږ حساب ورکوونکی یو، ځکه چې موږ د روڼتیا او خدمت په اصولو متمرکز یو.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې په ۱۴۰۱ کال کې د مزار شریف ښار ټول عواید ۵۵۵ میلیونه افغانۍ وو او په ۱۴۰۲ کال کې اټکل کېږي، چې ټول عواید به تر ۶۰۰ میلیونو افغانیو ته ورسېږي او د تېر کال ټول عواید به د بیارغونې په برخه کې ولګول شي.
 
د مزارشریف ښاروال دا هم وویل چې د اسلامي امارت په رهبرۍ یو با صلاحیته کمیسیون ټاکل شوی چې په مزارشریف ښار کې غصب شوې ځمکې تثبیت کړي او موږ نه شو کولای چې ښاریانو ته ښاري خدمات وړاندې کړو.
 
ده په دوام کې وويل: په مزارشريف ښارکې څه دپاسه ١٥٤ قانوني استوګنځايونه او له ١٨٠ څخه زيات غير قانوني استوګنځايونه شتون لري چې له بده مرغه ناقانونه استوګنځايونه د ښاروالۍ له خدمتونو څخه بې برخې دي او ډير ژر به د ښاروالۍ د پاکولو کار پيل شي چې د غاصبينو د پيژندګلوۍ سبب شي.
 
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې په ۱۴۰۱ کال کې په مزارشريف کې ۲۱ لويې او منځنۍ پروژې پلې شوې وې او د مرکز له منظورۍ وروسته به سږ کال ۲۵ پروژې پلې شي.
 
د بلخ د والي مرستيال مولوي نورالهدي ابو ادريس هم مشوره او حساب ورکول د اسلامي اصولو او د مسلمان د ژوند يوه برخه وګڼله او ويې ويل: يووالى، همغږي، همکاري او خواخوږي د اسلامي ټولنې ځانګړتياوې دي او په راتلونکي ګام کې به د سولې په برخه کې همکاري وکړي.
 
هغه زیاته کړه، له خزانې څخه د خیانت او ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی باید د ښاروالۍ لومړیتوب وي او ولس هم د ښې حکومتولۍ او د چارواکو د کنټرول په برخه کې د پام وړ ونډه لري.
 
په ورته وخت کې د مزارشريف ښار د پاکولو او شنه کولو رئيس قاري ضياء الحق عطايي هم وويل، چې تېر کال د سيلابونو، د کوڅه ډبو سپيو د ډېرېدو، د ښار د شنه کېدو په څېر بحرانونه رامنځته شوي دي. د کثافاتو کنټرول څو ځله کنټرول او څارنه شوې او په راتلونکي کې به دا ساحه هم وڅارل شي کومه ستونزه به نه وي.
 


د مطلب کود: 269947

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269947/په-مزارشريف-ښار-کې-له-۱۸۰-څخه-زيات-ناقانونه-د-هستوګني-ځایونه-ښاروالۍ-خدمتونو-بې-برخې-دي

آوا
  https://www.avapress.com