دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 269992
د هرات پوهنتون په څو څانګو کې د ماسټرۍ د دوري لپاره ازموینه واخیستل
د هرات پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو، اقتصاد او کرنې پوهنځیو د ماسټرۍ دورې لپاره د کانکور ازموینه د دغه پوهنتون د شرعیاتو او اسلامی علومو پوهنځي د مولانا جامي په تالار کې د ازموینې د کمیټې د مسوولینو او غړو په حضور کې واخیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د دې ازموينې د بورډ مشر پوهاند محمد طاهر خليق وويل: په دې ازموينه کې ٢٤٣ کسانو نوم ليکنه کړې او د هرات پوهنتون د داخلې د ظرفيت له مخې به په دغو پروګرامونو کې وګمارل شي.
 
نوموړي د هرات پوهنتون له مشرتابه او د دغه علمي بنسټ د استادانو له همکارۍ مننه او قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې ازموينه له هر ډول تبعيض څخه پاکه او شفافه ده.
 
له بلې خوا د هرات پوهنتون رئيس مولوي عبدالعزيز نعماني په هېواد کې د تخصص په برابرولو او پراختيا کې د لوړو زده کړو د رول په اړه خبرې وکړې.
 
هغه زیاته کړه: څرنګه چې هره ټولنه د ودې او پرمختګ لپاره متخصص پرسونل ته اړتیا لري، نو اسلامي امارت هم د همدې مهمې موضوع په نظر کې نیولو سره په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرامونه تائید کړل، چې له نېکه مرغه سږ کال هرات پوهنتون د ماسټرۍ د پروګرامونو تر څنګ د ادبیاتو او اقتصاد پوهنځيو کوربه توب کوي.
 
ښاغلي نعماني د ازموينې د بهير پر روڼتيا د ټينګار ترڅنګ له غوښتونکو سره ژمنه وکړه، چې په دې ازموينه کې به هېڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه نه کېږي او ازموينه به په ډېر دقت او شفاف ډول ترسره کېږي.
 
https://avapress.com/vdccooqii2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته