دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 270023
د افغانستان د ویل چیر باسکیټبال ملي لوبډله د پارالمپیک په مقدماتي سیالیو کې دوهم مقام خپل کړ
د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال ملي ټیم د اسیایي هیوادونو د پارالمپیک لوبو په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ او د چین د پارالمپیک لوبو ته یې لاره پیدا کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغو سیالیو په پای لوبه کې چې د شنبې په ورځ د ثور په ۲۳ مه په تایلینډ کې ترسره شوه، افغانستان د ۵۸-۵۶ په پایلې سره کویټ ته ماتې ورکړه.
 
تر دې لوبې وړاندې افغانستان په نیمه پایلوبه کې متحده عربي اماراتو ته د ۷۰-۵۷ په توپیر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.
 
کويټ، فليپين، هانګ کانګ او چينايي تايپي د دې سياليو د نورو ګډون کوونکو په ډله کې وو، چې د افغانستان لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.
 
که څه هم افغان ویل چیر باسکټبال لوبډلې په شپږیزه لوبه کې ماتې وخوړه، خو د پارالمپیک سیالیو کې یې د ګډون سهمیه وګټله.
 
د اسيايي ملتونو جام پارالمپيک سيالۍ د نهو لوبډلو په ګډون په تايلند کې ترسره شوې، چې نن د کويټ لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.
 
https://avapress.com/vdcj8ye8tuqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته