کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف د افغان ماشومانو لپاره ۲۱۰۰۰ نوي درسي صنفونه جوړوي!

26 ثور 1402 ساعت 15:07

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغان ماشومانو لپاره د سیمه ییزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړ کړي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د بامیان ولایت د یوه محلي ټولګي انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغو ټولګیو زده کوونکي په یوه کال کې دوه کاله زده کړې بشپړوي.
 
د یونیسف په وینا، دغه زده کوونکي په ډېر لېوالتیا سره خپلو ټولګیو ته ځي او دا د یونیسف د چټکو زده کړو د پروګرام یوه برخه ده چې په افغانستان کې پلي کېږي، په تېره بیا په هغو سیمو کې چې دولتي ښوونځي لېرې دي او نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې دي.
 
د یونیسف دغه پروګرام د اسیا بانک، د سویلي اسیا نړیوال بانک او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د پروګرام له خوا تمویلیږي.
 
د یونیسف د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې په بامیانو کې ۴۶۶ محلي ټولګي جوړ شوي او د راپورونو له مخې ۹۴۰۰ هلکان او نجونې په کې په زده کړو بوخت دي.
 
یونیسف په خپله اعلامیه کې ژمنه کړې چې د روان کال تر پایه به د دا ډول سیمه ییزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړ کړي.


د مطلب کود: 270148

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270148/یونیسف-د-افغان-ماشومانو-لپاره-۲۱۰۰۰-نوي-درسي-صنفونه-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com