کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې ۴۰۰ بزګرانو ته کرنیزې وسایل ورکړل شول

27 ثور 1402 ساعت 10:46

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال وايي، د خوراک نړیوال سازمان د دغه ولایت د روداتو ولسوالۍ د قلعه میرجي او حصارک سیمو له ۴۰۰ نارینه او ښځینه بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال فضل الرحمن صدیق وايي، په دغو مرستو کې دوه بلیډ ټراکټورونه، دوه کارګو سایکلونه، دوه موبايل ماشینونه، دوه تریشرونه او نور وسایل شامل دي.
 
نوموړي د دغو مرستو د ټول لګښت په اړه څه ونه ويل، خو ډاډ يې ورکړ، چې د کروندګرو د اقتصاد د پياوړتيا په موخه به نورې مرستې هم له همکارو موسسو څخه ترلاسه کړي.
 
بل خوا د ډنمارک د کډوالو شورا له خوا په جلال اباد ښار، د ننګرهار په مرکز او د دغه ولایت د کامې او ګوشتې ولسوالیو له شاوخوا ۱۹۳ کورنیو سره چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، نغدي مرسته وشوه.
 
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته ۱۴۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه مرستې په جلال اباد ښار کې پر ٨٤ کورنيو، په کامه کې ٩٧ کورنيو او په ګوشته کې ١٢ کورنيو ته، چې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې وېشل شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د خوراک نړيوال سازمان په ننګرهار کې له ١٢٥ کروندګرو سره د غلې دانې د زېرمه کولو د وسايلو مرسته وکړه.
 


د مطلب کود: 270166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270166/په-ننګرهار-کې-۴۰۰-بزګرانو-ته-کرنیزې-وسایل-ورکړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com