کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت یو پلاوی په یوه غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی

27 ثور 1402 ساعت 12:20

د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې یو دولتي پلاوی د «روسیه او اسلامي نړۍ» تر عنوان لاندې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت یو پلاوی د «روسیه او اسلامي نړۍ» تر عنوان لاندې په درې ورځنۍ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.
 
دغه وزارت همداراز لیکلي، چې په دې سفر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال مولوي ابراهیم، ​​د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو رییس نظرمحمد عرفان، د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال شفیع اعظم په دغه پلاوي کې د چارو پوه او د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه هم شتون لري.
 
د لوړو زده کړو وزارت وايي، په دې ناسته کې به پر اقتصادي، تعلیمي، تحصیلي، سوداګریزو او تخنیکي فرصتونو خبرې وشي او د غونډې په څنډه کې به د اسلامي امارت پلاوی د روسیې او اسلامي هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري. هیوادونه
 
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جاوید آوا ته وویل، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوی یې نن چهارشنبه د ثور په ۲۷ مه د اسلام نړۍ - روسیه نړیوال کنفرانس تر سرلیک لاندې اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسیون تاتارستان جمهوریت ته سفر وکړ.
 
عزيزي په ياده شوې غونډه کې د ګډون پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ودې او په افغانستان کې د پانګونې د جلبولو په برخه کې له روسي چارواکو، د نورو هېوادونو له چارواکو او سترو شرکتونو سره ليدنې او خبرې اترې وکړي.
 
د یادولو ده چې دا سفر د تاتارستان د ولسمشر مینیخانوف په رسمي بلنه په څوارلسمه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه ترسره کیږي.
 


د مطلب کود: 270180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270180/د-اسلامي-امارت-یو-پلاوی-په-یوه-غونډه-کې-ګډون-موخه-روسیې-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com