کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ایران او پاکستان کې میشت زر تنه افغان کډوال به سږ کال د حج په مراسمو کې ګډون وکړي

28 ثور 1402 ساعت 12:52

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، سږ کال به له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه زر تنه افغان کډوال د حج د مراسمو د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي.


آوا - کابل: د کدوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقانی له آوا سره په مرکه کې وویل چې د حج او اوقافو وزارت له ۴۵۰۵ تنو داوطلبانو څخه ۱۰۰۰ تنه حاجیان دې وزارت ته تخصیص کړی دی.
 
ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د شفافیت د ټینګښت او د فساد د مخنیوي په موخه د حج او اوقافو وزارت د استازو، د دغه ریاست د مسوولینو او کارکوونکو په ګډون د یادې کمېټې له خوا یوه لاټري جوړه شوې او په پلان کې ده، چې له دي لاري د ایران، پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو څخه ۱۰۰۰ کډوال غوره شوي.
 
حقاني زیاته کړه: "هغه کسان چې نومونه یې د لاټرۍ له لارې انتخاب شوي، هېواد ته به راځي او له اداري طرزالعملونو وروسته به سعودي عربستان ته ځي."
 
که څه هم ښاغلي حقاني د سږ کال د سهمیې د زیاتوالي په اړه څه ونه ویل، خو ویې ویل چې دا اندازه د حج او اوقافو وزارت له خوا دوی ته ورکړل شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال افغان کډوالو د خپلې سهمیې پر کموالي نیوکې کړې وې.
 
په تېرو کلونو کې ۲۹۰ افغان کډوالو ته سهمیې ورکړل شوې وې، خو لیدل کېږي چې سږ کال د حاجیانو سهمیې د پام وړ زیاتې شوې دي.
 
د سعودي عربستان لخوا سږ کال د حج د مراسمو لپاره ۳۰ زره افغانانو ته سهمیه ورکړل شوې او ټاکل شوې چې د سږ کال د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 270240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270240/په-ایران-او-پاکستان-کې-میشت-زر-تنه-افغان-کډوال-سږ-کال-د-حج-مراسمو-ګډون-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com