دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 270254
په هرات کې د موزیم نړیواله ورځ ونمانځل شوه
نن پنجشنبه د ثور ۲۸مه، د موزیم نړیواله ورځ او د هرات د محلي موزیم ۱۰۰مه کلیزه د هرات سیمه ییزو چارواکو، د پوهنتونونو استادانو او د دغه ولایت د کلتوري او رسنیو فعالانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني د موزیم د نړیوالې ورځې په مناسبت د دې ورځې او د هرات د محلي موزیم د تاسیس د سلمې کلیزې د نمانځني په ترڅ کې وویل: د لرغونو اثارو د قاچاق او غلا جرم، د نورو ناقانونه توکو له قاچاق څخه ډېر دروند دی.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل، اسلامي امارت په دې وروستیو کې د ټولو تاریخي اثارو د ساتنې لپاره ساتونکي ګمارلي او ساتنه یې کوي.
 
ښاغلي حقاني دغه راز څرګنده کړه: خلک دې په دغه ولایت کې د ورانیو او لرغونو اثارو په اړه اندېښنه ونه کړي. د دې ولایت ټول ابدات او لرغوني اثار د امارت د امنیتي ځواکونو تر پوښښ لاندې دي.
 
ده د هرات له خلکو وغوښتل چې د تاريخي ابداتو په ساتنه کې له دولت سره همکاري وکړي او د تاريخي ابداتو قدرداني وکړي.
 
په همدې حال کې د هرات د موزيم رييس عبدالجبار نورزى وايي، چې د روان کال له پيله تر دې دمه له درېيو تر څلورو زرو کورنيو سيلانيانو په دغه ولايت کې د اختر الدين شاه کلا ليدلې ده.
 
ښاغلي نورزي زیاته کړه: د کورنیو ګرځندویانو ترڅنګ بهرنیو سیلانیانو هم له دغه موزیم څخه لیدنه کړې ده.
 
له بلې خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او هنر رييس مولوي حميدالله غياشي وايي چې د هرات موزيم او آرشيف د دې سيمې له سمبولونو او کلتوري ارزښتونو څخه دي.
 
د هغه په ​​وينا، د هرات موزيم د هرات د فرهنګ سمبول دى، چې د هر ليدونکي سترګي يې جلب کړي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هرات ملي موزيم له کابل موزيم وروسته په هېواد کې تر ټولو ستر موزيم دى، چې د بېلابېلو زمانو تاريخي اثار پکې ساتل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcftxd0jw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته