دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 270274
د مالیې وزارت بهر ته د غنمو د قاچاق ادعا رد کړه
د اسلامي امارت د مالیې وزارت وايي، له هېواد څخه د قاچاق په بڼه د غنمو د صادراتو ادعا اوازه ده او د مالیې وزارت دغه ادعا ردوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مالیې وزارت نن پنجشنبه (ثور ۲۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هیواد د ټولو ګمرکونو له لارې په غیر قانوني توګه د غنمو صادرول په کلکه منع دي او دا کار جرم ګڼل کیږي.
 
د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویلي دي چې د یاد وزارت د حکم پر اساس د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د قاچاقي توکو د صادراتو او وارداتو د مخنیوي په خاطر جدي تدابیر نیول شوي دي.
 
دغه وزارت له ښاریانو غوښتي چې د غنمو د قاچاق په اړه د اسنادو په لرلو سره له اړوندو چارواکو سره شریک کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې يو شمېر رسنيو خبر ورکړی و، چې له افغانستانه غنم نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
https://avapress.com/vdchqvnik23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته