کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښاروالۍ: روان کال به په کابل ښار کې ۱۵۰ پرمختیايي پروژې پلې شي

30 ثور 1402 ساعت 15:08

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، سږ کال به د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۵ میلیارد او ۲۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۵۰ پرمختیايي پروژې پلې شي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، د دغو ۱۵۰ پروژو له جملې څخه ۸۵ یې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د سړک جوړونې پروژې دي.
 
بارکزي زياته کړه، چې د کابل ښار د ټولو پروژو لګښت د ښاروالۍ له داخلي بوديجې ورکول کېږي.
 
هغه زياته کړه، چې اوسمهال د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د سړک جوړونې څلور لويې پروژې تر کار لاندې دي او د يو شمېر نورو پروژو چارې هم روانې دي.
 
د کابل ښاروالۍ ویاند هم د پلازمېنې له اوسېدونکو وغوښتل چې له دوی سره همکاري وکړي
 
په ورته وخت کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکي د کابل ښاروالۍ له کړنو خوښي څرګندوي او وايي چې د برچي نوي سړک د دوی ستونزې راکمې کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په کابل ښار کې د ښار د بیارغوني، د سړک جوړونې او د پلچکونو د ښکلا په ګډون يو شمېر پروژې روانې دي.
 
په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د ښاروالۍ له لوري د یو شمېر هغو کورونو د مالکانو ته پیسې هم نه دي ورکړل شوې، چې د تخریب شوي دي.
 


د مطلب کود: 270339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270339/کابل-ښاروالۍ-روان-کال-په-ښار-کې-۱۵۰-پرمختیايي-پروژې-پلې-شي

آوا
  https://www.avapress.com