دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 270372
په بلخ ولایت کې د کتاب لوستلو له اونۍ څخه لمانځنه وشوه
د بلخ سيمه ييز چارواکي په دغه ولايت کې د کتاب لوستلو اوونۍ د نمانځلو په ترڅ کې وايي چې د کتاب لوستلو اوونۍ نمانځل او د کتابونو نندارتونونه د ټولنې په ځانګړي ډول ځوانانو کې د لوستلو د کلتور په عامولو کې ګټور او اغېزمن دي.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست عطا محمد ساهو پرون شنبه (ثور ۳۱) په مزارشریف ښار کې د کتاب لوستلو د اونۍ د نمانځنې په مراسمو کې وويل: د ثور وروستۍ اوني د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د بېلابېلو نندارتونونو او پروګرامونو په تر سره کولو سره د کتاب لوستلو اونۍ په توګه نمانځل کېږي، چې دا ډول پروګرامونه په ځوانانو کې د لوستلو د کلتور په پراخولو کې ګټور او اغېزمن تمامېږي.
 
ده زياته کړه: د کتابتونونو او خپرونو په شتون سره د مزارشريف په سعادت کتابتون کې د کتابونو ستر نندارتون جوړ شو.
 
دبلخ ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست دغه مسوول وويل چې په دغه نندارتون کې دپنځوسو زرو ټوکو په ګډون څه دپاسه پنځه زره ټوکه کتابونه د اوو ورځو لپاره نندارې ته ايښودل شوي دي .
 
ساهو په ټولنه کې د لوستلو د کلتور پراخول او د علمي ظرفیت پياوړتیا د هر چا مسوولیت وباله او زیاته یې کړه: موږ په ټولنه کې د لوستلو د کلتور د ودې لپاره لا زیات پروګرامونه په لاس کې لرو او په ټولنه کې به د لوستلو لپاره له بیلابیلو فرصتونو څخه کار واخلو.
 
نومي وويل: رسنۍ د لوستلو په ترويج کې ځانګړى ځاى لري او موږ له خبريالانو او رسنيو څخه غواړو چې په ټولنه کې د لوستلو کلتور ته وده ورکړي.
 
د دغو مراسمو په څنډه کې په مزارشريف ښار کې ټولنيز فعال مسعود احمدي د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: حکومت بايد د ليک لوست د کلتور د دودولو په برخه کې د نندارتونونو په جوړولو محدود نه کړي. د ماشومتوب څخه د کتاب لوستلو کلتور د رواجولو لپاره باید یو پروګرام په لاره واچوو.
 
هغه زیاته کړه، کورنۍ هم مکلفې دي چې داسې لارې چارې ولټوي چې خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي او هم خپل ځوانان په ټیلیفونونو کې د خپل وخت ضایع کولو مخه ونیسي.
 
د شمېرو له مخې ویل کېږي، چې په بلخ ولایت کې تر ۶۰ ډېر کتابتونونه او د کتابونو خپرونکي دولتي او خصوصي کتابتونونه لري.
 
https://avapress.com/vdcguz9xxak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته