کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلام قلعه-دوغارون پر پوله د پخوا په څېر تګ راتګ دوام لري

31 ثور 1402 ساعت 11:30

د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د اسلام قلعه دوغارون پولې د تړلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې دغه پوله نه ده تړل شوې او د پخوا په څېر یې فعالیتونه دوام لري.


آوا - د ایران د خراسان ولایت د امنیت او قانون د تنفیذ مرستیال رضایی وویل: د اسلام قلعه له پولې څخه د دغه ولایت د تایباد ولسوالۍ د دوغارون په لور د مسافر وړونکو او افغان او ایرانی تجارتی توکو د تګ راتګ مخه نیول شوي خو ایراني چاروامې دا خبري ردوي.
 
هغه زیاته کړه: معمولاً د شنبې په ورځ د ایران له لوري له پولې، کله ناکله د سوداګریزو توکو د تصفیې او ګمرکي چارو بهیر ځنډول کېږي، نو د تېرو اوونیو په څېر نن هم لنډه وقفه وه او افغان لوري هم د توکو په لیږلو کې یې ځوابي اقدامات وکړل."
 
د ایران د اسلامی جمهوریت دغه چارواکی څرګنده کړه: له څه د پاسه نیم ساعت وروسته او د ګمرکی چارو په ترسره کولو کښې د ځنډ له لرې کولو وروسته، د پولې دواړو غاړو کې حالت عادي دي.
 
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د دوغارون ګمرک چارواکو وویل چې تیر کال له دغې لارې څه دپاسه دوه میلیونه ټنه مالونه وارد شوي.
 
دا هم ویل کیږي چې هر کال شاوخوا یو میلیون مسافر او موټر چلوونکي له دې ځمکني پولې څخه تیریږي.
 
په همدې حال کې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله تړل شوې ده.
 


د مطلب کود: 270378

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270378/د-اسلام-قلعه-دوغارون-پر-پوله-پخوا-په-څېر-تګ-راتګ-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com