کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښمن دي

31 ثور 1402 ساعت 15:42

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په هېواد کې د روان بشري ناورین له امله معلولیت لرونکي کسان په غیر متناسب ډول اغېزمن شوي دي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن یکشنبه (ثور ۳۱) په خپل ټوېټر لیکلي چې په افغانستان کې ۲.۴ میلیونه کسان له معلولیت سره ژوند کوي.
 
اوچا وویل چې مرستندویه ادارې هدف لري چې دوه ملیونه خلکو سره مرسته وکړي.
 
په ورته وخت کې دغه سازمان زیاته کړه چې د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا ده.
 
 OCHA سږ کال په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده. د اوچا په وينا، تر اوسه د دغې بوديجې لږه برخه ورکړل شوې ده.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 270404

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270404/ملګري-ملتونه-په-افغانستان-کې-د-معلولیت-لرونکو-وګړو-ناوړه-وضعیت-اړه-اندېښمن-دي

آوا
  https://www.avapress.com