دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 270437
په افغانستان کې د یونیسف له خوا تر ۵۰۰ زرو زیاتو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې دغه سازمان د ټولنې په کچه د ښوونیزو موسسو په جوړولو سره ۵۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن (دوشنبه، جوزا ۱) په یوه ټوېټ کې ویلي چې د دغو ډېرو نجونو لپاره دا یوازینۍ لار ده چې دوی کولای شي ښوونځي ته لاړې شي.
 
یونیسف وايي، په لرو پرتو سیمو کې له ۱۷۶۰۰ ښوونځیو سره مرسته کوي چې ماشومانو ته زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.
 
دغه بنسټ وايي، چې د مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته به په ټول افغانستان کې ۲۱ زره ښوونیزو موسسو ته پراختیا ورکړي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته په تګ بندیز لګېدلی، خو اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی او له چمتووالي وروسته به ښوونځي ته د تللو اجازه ورکول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcipuaryt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته