افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه ټویټ کې چې نن (سه شنبه، جوزا ۲) د ملکي وګړو د خوندیتوب اونۍ په مناسبت خپره شوې، راغلي چې دغه کسان د "عامه خوندیتوب" څانګو کې، "د ماشومانو ساتنه"، "د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی" او "ماینونه" خوندیتوب ته اړتیا لري.
دغه دفتر زیاته کړه: د دغو خلکو د ساتنې اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷۰ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا ده.
دغه سازمان پرون اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د ملکي وګړو د خوندیتوب د اونۍ په مناسبت (د مې له ۲۲ تر ۲۵) غونډه وکړي. د دغه سازمان په وینا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي به په دې غونډه کې په دې اړه خپل راپور وړاندې کړي.
باید وویل شي، چې د افغانستان ډېری وګړي د بېکارۍ او بې وزلۍ له امله له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي. ویل کیږي چې د هیواد دوه پر دریمه برخه نفوس بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.