دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 270574
سېلاب په میدان وردګ ولایت کې ۳۰ کورونه نړولي دي
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه او د خلکو سلګونه جریبه کروندې ویجاړې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس مولوي فیض الله جلالي باختر آژانس ته وویل: د قر، سید آباد، جلریز، دایمیرداد او جغتو ولسوالۍ د سیلابونو شاهدې وې چې له امله یې څه باندې ۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي او دوه سوه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
 
دغه ناڅاپه سېلاب تېره ورځ د وردگو په چوک کې له سخت باران وروسته راوتلی و، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
مولوي جلالي وايي، هڅه کوي، چې د دولتي بنسټونو او مرستندويه موسسو په مرسته د پېښې قربانيانو ته پاملرنه وکړي.
 
دغه راز پرون د غور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله د پنځو ښځو او يوه ماشوم په ګډون اووه تنه ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdca0wnuy49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته