دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 270600
په میدان وردګ ولایت کې د ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۵۳ کانالونو د پاکولو کار پیل شو
د میدان وردګ ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د نړیوال بانک په مالي مرسته د ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د جلریز په مرکز او ولسوالیو او د بهسودو په لومړۍ برخه کې د اوبو د ۵۳ کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او جلریز او د بهسودو په لومړۍ برخه کې د ۲۱۱ زره ۷۹۹ متره په اوږدوالي د اوبو د کانال د پاکولو کار پیل شوی دی.
 
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې ټولیز لګښت ۵۷ میلیونه افغانۍ دی چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.
 
دغه ریاست ویلي چې په دې پروژه کې به د دغو سیمو دوه زره او ۸۳۷ اوسیدونکي ۴۰ ورځې کار وکړي.
 
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست هم وايي چې د اسیا د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې موسسې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۵۰ د استوګنې کورونه جوړ کړي دي.
 
ويل کيږي چې د دغې پروژې په بشپړيدو سره د زياتو کورنيو د سرپناه او د څښاک د پاکو اوبو ستونزه هواره شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcawwnuw49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته