کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان د ډبرو سکرو په کان کې د ګاز نیوني له امله څلور تنه مړه شوي دي

4 جوزا 1402 ساعت 9:52

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د تاله و برفک او جلګې ولسوالیو د ډبرو سکرو په کان کې د ګاز نیوني له امله څلور کارګر وژل شوي دي.


آوا - مزارشریف: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی نن ​​پنجشنبه د جوزا په ۴ مه، آوا ته وویل چې د پشته مارک په کلي کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګاز نیوني له امله دوه وروڼه مړه شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې له دې پېښې سره سم، د جلګې ولسوالۍ د شاهکل چنارک په سيمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګاز نیوني له امله يو پلار او زوى وژل شوي دي.
 
په هېواد کې د ډبرو سکرو په کانونو کې د ګاز ډبولو لويه ستونزه ده، چې په غير معياري ډول استخراج کېږي او هر کال لسګونه کارګران وژني.
 


د مطلب کود: 270632

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270632/د-بغلان-ډبرو-سکرو-په-کان-کې-ګاز-نیوني-له-امله-څلور-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com