دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 270637
د ځوان کاري ځواک او پراخو طبیعي زیرمو په درلودلو سره افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره ځانګړی ظرفیت لري
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو او د اسلامي امارت د ادارې د بشردوستانه مرستو د ویش د همغږۍ په غونډه کې وویل، چې افغانستان د پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره ځانګړی ظرفیت لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو او دولتي ادارو ترمنځ د بشري مرستو د ویش د همغږۍ په موخه غونډه شوې ده.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حفیظ ضیاء په خپل ټوېټر لیکلي چې دغه غونډه پرون چهارشنبه د جوزا ۳ مه د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقی په حضور کې ترسره شوه.
 
د ضياء په وينا، متقی د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل، دغه هېواد په خپل ځوان کاري ځواک او پراخو طبيعي زېرمو سره د پرمختګ او پر ځان بسياينې لپاره بې ساري ظرفيت لري.
 
د متقی په وينا، خو اوس افغانستان مرستې ته اړتيا لري چې د څلورو لسيزو جګړو له امله پر خپلو پښو ودرېږي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه چې دولتي ادارو له مرستندویه بنسټونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې چې د مرستو د موثریت او شفافیت او د لومړیتوبونو د تامین په موخه له اړوندو سکتوري وزارتونو سره همغږي ټینګه کړي.
 
ضيا زياته کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د يوناما مرستيال رامز الاکبروف وويل چې يو سوکاله او پر ځان بسيا افغانستان ګډ هدف دى.
 
هغه زياته کړه، هڅه کوي چې د مرستو د وېش لړۍ په داسې ډول تنظيم کړي، چې خلکو ته د کار زمينه برابره شي او اقتصاد وده وکړي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دولتي ادارو او مرستندویه ادارو د لا زیاتې همغږۍ په موخه د یوې ګډې کمیټې په جوړولو هوکړه کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال په هېواد کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي.
 
د ملګرو ملتونو په دفترونو او مرستندویه موسسو کې د ښځو د کار منع کول د نړیوالو سازمانونو له خوا د مرستو رسولو په بهیر کې یو جدي خنډ ګڼل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcaewnu049n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته