کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان دې د افغان کډوالو نیول بند کړي/ د پاکستان له زندانونو ۶۶ تنه افغانان خوشې شول

4 جوزا 1402 ساعت 12:45

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې بندي ۶۶ تنه افغان اتباع خوشي شوي دي، خو په کراچۍ کې د افغانستان د سفارت قونسل جنرال له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو مخه ونیسي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن (پنجشنبه، جوزا ۴) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه بندیان پرون خوشي شوي او بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
 
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت د وياند دڅرګندونو له مخې: دغه بنديان په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت او په کراچۍ کې ددغه هيواد دقونسلګرۍ په هلوځلو خوشي شول .
 
له بلې خوا په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسل عبدالجبار تخاري وايي چې دغه اتباع د چهارشنبې په ورځ (جوزا ۳) د سند له زندانونو او د چمن له پولې څخه هېواد ته لېږدول شوي دي.
 
تخاري په یوه ویډیويي ټیپ کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر ودروي او د دغه هېواد په زندانونو کې پاتې اتباع خوشي کړي.
 
په کراچۍ کې دعراق قونسل جنرال وايي چې په خوشې شویو بندیانو کې ماشومان هم شامل دي.
 
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت د وياند دمعلوماتو له مخې تراوسه پورې دوه زره او ٣٤٢ تنه افغان اتباع دپاکستان له زندانونو ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي .
 
اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په څو مواردو کې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان اتباعو د خلاصون اعلان کړی و.
 


د مطلب کود: 270645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270645/پاکستان-دې-د-افغان-کډوالو-نیول-بند-کړي-له-زندانونو-۶۶-تنه-افغانان-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com