کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان:

صهیونیسټ رژیم باید د فلسطینیانو روغتیا تضمین کړي

4 جوزا 1402 ساعت 14:46

د روغتیا نړیوال سازمان صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکړ چې د فلسطینیانو روغتیا تضمین کړي.


آوا: د روغتیا نړیوال سازمان په اشغال شویو سیمو کې د روغتیا په اړه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې له غاصب رژیم څخه غوښتل شوی چې د فلسطینیانو روغتیا تضمین کړی.
 
د ایران د مطبوعاتو له مخې، دغه پریکړه لیک د ختیځ بیت المقدس او د سوریې د جولان لوړو په شمول د اشغال شویو فلسطیني سیمو د روغتیا د وضعیت په هکله د طرحې د بیا کتنې په پای کې په ۷۶ موافقو، ۱۳ مخالفو او ۳۵ مخالفو رایو سره تصویب شو. .
 
دا پریکړه لیک د اشغال شوي فلسطین په سیمو کې د خلکو د بشري روغتیا اړتیاوو په نښه کولو تمرکز کوي.
 
په دغه پریکړه لیک کې راغلي: د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د روغتیا د مدیریت نشتوالی، د فلسطین خلکو ته د روغتیایی خدمتونو د اغیزمن چمتو کولو لپاره یوه ستره ننګونه ده.
 
په دغه پریکړه لیک کښې صهیونیسټ رژیم ته هم اشاره شوې ده او زیاته کړې یې ده: اسرائیل د نیواکګر قدرت په توګه د ختیځ بیت المقدس او د غزې د تړانګې په شمول د نیواک په لویدیځه غاړه کښې د ټولو فلسطینیانو د روغتیا د ساتنې او د روغتیا د حق د درک کولو مسئول دی.
 
په پرېکړه لیک کې همدا راز راغلي: د اسرائیلو په مسوولیتونو کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د برابرۍ او بې تبعیض تضمین او د فلسطین د روغتیا له حق څخه ملاتړ کول شامل دي.
 


د مطلب کود: 270665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270665/صهیونیسټ-رژیم-باید-د-فلسطینیانو-روغتیا-تضمین-کړي

آوا
  https://www.avapress.com