افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (پنجشنبه، جوزا ۴) په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان روغتیايي اړتیاوې زیاتې شوي دي.
اوچا زیاته کړه: "سږکال د ۱۵.۶ میلیونو خلکو ته د لازمي روغتیا پاملرنې خدماتو چمتو کولو لپاره ۴۴۹.۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده."
دغه بنسټ همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د حیاتي روغتیايي خدمتونو په سکتور کې د پانګونې نشتوالی به د ډېرو زیان منونکو کسانو د مړینې د زیاتوالي لامل شي.
OCHA سږ کال په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
د اوچا په وينا، تر اوسه د دغې بوديجې لږه برخه ورکړل شوې ده.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.